د امریکا ولسمشر ملت ته په کلنۍ وینا کي د خبرو پر مهال وویل، چي په افغانستان کي د خپلو سرتېرو د کمولو په اړه جدي دی.
دده په خبره له همدې امله یې د سولې مذاکرات چټک کړي دي او هڅه کوي د افغانستان د جګړې ختمولو ته سیاسي حل پیدا کړي.
هغه دا نه دي ویلي چي ټول سرتیري به له افغانستان وباسي، خو وایي په دغه هېواد کي به د خپلو عسکرو شمېر کموي او د سولې مذاکرات به ارو مرو یوې پایلې ته رسوي.
ولسمشر ټرمپ وویل، د امریکا جګړه په منځني ختیځ، افغانستان او عراق کې ۱۹ام کال ته ننوتې ده او اوس ددې وخت دی چي د پای ته رسولو لپاره یې کار وسي. ټرمپ ویلي، په ۱۹کلنه جګړه کې ۷ زره امریکايي عسکر وژل سوي، ۵۲ زره نور ټپیان او معیوب دي او امریکا پر دغه جګړه ۷ ټرېلیونه ډالر لګولي دي. ټرمپ ټینګار کړی چي دغه لګښتونه باید کم سي او امریکا به خپلي جګړې د سیاسي مذاکراتو پر مټ حل کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون