د کندهار ولایتي شورا غړي او قومي مشران د نوي والي د ټاکل کیدو مخکي د پخواني امنيه قومندان ستر جنرال عبدالرازق د قاتلينو نيول کیدل غواړي

راپور: مهتمم صالح

د کندهار په ولايتي شورا کي د يوې غونډي پر مهال د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال وويل، کندهار ولايت ډېر زورېدلی دی، که کوم والي ورته ټاکل کيږي، بايد د ولسونو سره په مشوره وټاکل سي.

خاکرېزوال وايي، عبدالحنان منيب په سختو حالاتو کي کندهار د بهران څخه ژغورلی دی او غوښتنه کوي، چي عبدالحنان منيب د کندهار د رسمي والي په توګه معرفي کړل سي.

دغه راز د کندهار ولایت قومي مشران وايي، که ولسمشر غواړي چي کندهار ته نوی والي وټاکي اول باید د ستر جنرال عبدالرازق قضیه په دقیقه توګه وڅېړل سي او ولس ته دي د قناعت وړ دلایل وړاندي سي.

دوی زياتوي، کندهاريان هر وخت د نظام تر شاه درېدلي دي او د ولسمشر پرېکړو ته احترام لري، خو ولسمشر هم بايد د دوی غوښتني ومني او د نوي والي تر ټاکل کیدو مخکي دي د ولایت مقام د پيښي په اړه دوی پوره قانع کوونکي معلومات ورکړي او د دغه قضيې اصلي عاملین دي ونیسي.

دغه قومي مشران په داسي حال کي یادي څرګندوني کوي چي د کندهار لپاره نوی والي حیات الله حیات ټاکل سوی خو تر اوسه معلومه نه ده چي کله به په رسمي ډول معرفي سي.

پر ټولیزو رسنیو هم زیات شمېر کسانو د کندهار د والي په توګه د حیات الله حیات له ټاکلو سره مخالفت څرګند کړی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...