دغه کتابتون د وردګو ولایت د یوه فعال ځوان مجیب الرحمن محمودي په هڅو او زیار برابر سوی دی.
هغه ددغه کتابتون د پرانیستي پر مهال وویل، چي د ملګرو په همکارۍ یې کتابونه ټول کړي دي او موخه یې دا ده، چي وکولای سي د کتابلوستني فرهنګ عام کړي، د ولس فکر بدل کړي او په ټولنه کي د مثبتو بدلونونو سبب سي. د وردګو ولایت والي ډګر جنرال مظفرالدین یمین هم د مجیب الرحمن محمودي ددغه مثبت ګام هرکلی وکړ او په خبره یې په ورته خیریه کارونو سره په ټولنه کي د پرمختګ او فکري بدلون زمینه برابرېدلای سي. د وردګو ولایت د ځايي چارواکو په وینا دا لومړی ځل دی چي په دغه ولایت کي د زندانیانو لپاره کتابتون پرانیستل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون