د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امریکا ته ګواښ کړی دی چي که په اروپا کې منځني واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي نو روسیه به نه یوازې اروپایي هېوادونه بلکي خپله امریکا هم په نښه کړي.
پوتین نن په مسکو کي ملت ته په خپله وینا کي تکرار کړه چي د ۱۹۸۷ کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه امریکا ځکه ووته چي خپلو دفاعي سیسټمونو ته پراختیا ورکړي. امریکا د رواني میاشتي په سر کي له دغه تړونه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړې ده.
نوموړي دغه راز زیاته کړې ده چي دی امریکا ګواښي نه بلکي غواړي ورسره سمي اړیکې ولري.
خو هغه امریکا تورنه کړه چي د روسیې مشروع ګټې له پامه غورځوي او د روسیې ضد فعالیتونه کوي.