ناټو وايي، چي په افغانستان کي د پوځي ماموريت د پراختيا هوډ لري او په دې ترڅ کي پنځلسو هېوادونو د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کي د خپلو ځواکونو د زياتولو ژمنه کړې ده.
فرانس پرېس خبري اژانس په يوه راپور کي ويلي دي، چي په ناټو کي د امريکا نوي سفير کي بېلي هُچيسن د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي دي، چي د طالبانو پرضد له عملياتو سره د مرستي لپاره افغانستان ته د زرو په شاوخوا کي سرتېري واستوي.
د راپور له مخي ښاغلي هچيسن ويلي دي، اضافي سرتېري به پر هغو درې زره امريکايي سرتېرو ورزيات شي، چي د امريکا د نوي پاليسۍ له مخي افغانستان ته د هغو د استولو پرېکړه شوې وه.
د ناټو يوه چارواکي، چي نه غواړي نوم يې ياد شي، د يو تماس په ځواب کي د امريکا د غوښتني په اړه له تبصرې ډډه وکړه، خو ويې ويل، چي افغانستان ته د نورو سرتېرو د چمتو کولو بهير روان دی او زياته يې کړه، چي د اضافي سرتېرو وروستي ارقام به ددې مياشتي په پای کي په يوه غونډه کي او همداراز په نومبر مياشت کي د ناټو ددفاع وزيرانو په غونډه کي اعلان شي.