مودي د هندي حکومت د پروتوکول خلاف له محمد بن سلمان هرکلی کړی دی

محمد بن سلمان نن په نوي ډهلي کي دی او د یاد هېواد د لومړي وزیر نریندا مودي له تاوده هرکلي سره مخ سوی دی.

د هندي حکومت د پروتوکولونو خلاف مودي د محمد بن سلمان هرکلي ته هوايي ډګر ته ورغلی و، چي په هندي رسنیو کي یې ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

د هندي حکومت د رسمي پروتوکولونو له مخي لومړی وزیر نه سي کولای، چي د بهرني میلمه هرکلي ته هوايي ډګر ته لاړ سي.

هند د سعودي عربستان د خامو نفتو ستر مشتري دی.

اوس دواړه هېوادونه غواړي چي خپله سوداګري او اړیکې د انرژۍ له دایرې را وباسي او په خپلو کي نږدې ملګري وي.

ټاکل سوې چي د محمد بن سلمان په دې سفر کي له هند سره ګڼې هوکړې لاسلیک سي.

بل پلو په هند کي بیا د محمد بن سلمان د راتګ په غبرګون کي لاریونونه هم سوي دي. هندیان وايي چي محمد بن سلمان په یمن او ځینو نورو هېوادونو کي په جګړو کي ښکېل دی او ناسم سیاستونه یې د انسانانو د وژل کېدو سبب سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...