د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، امریکا افغان پوځ ته د ۴۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د هایدرا په نامه راکیټونه پېري.
دده په خبره دغه راکېټونه په هوايي بریدونو کي کارول کېږي چي ورسره جوخت به د افغان پوځ وړتیا هم لوړه یي.
امریکا همدا راز ویلي چي له یوې بلي کمپنۍ سره یې هم د ۱،۹ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی او د افغان پوځ د تجهیز لپاره به ځیني توکي تولیدوي.
د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون همدا راز ویلي چي په نږدې راتلونکي کي به ۱۲ الوتکي افغان پوځ ته وسپاري.
امریکا تیره اونۍ هم پنځه ایم ډي ۵۳۰ الوتکي افغان پوځ ته سپارلي وي.
له دې سره هم مهاله د ملي دفاع وزارت وایي، افغان پوځ لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او دغه ډول مرستي به افغان ځواکونه پیاوړي او پخپلو پښو ودروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون