د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي د ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسي په افغانستان کي د پولیو ۱۳ پېښي ثبت سوي دي.
تر ټولو وروستۍ پېښه یې په روزګان کي ثبت سوه چي له کبله یې یو ۱۱ کلن ماشوم د تل لپاره فلج سو.
د عامي روغتیا وزارت وايي سږکال د نړۍ د پولیو ۷۵سلنه پیښي په افغانستان کي ثبت سوي دي.
له افغانستان وروسته، پاکستان او نایجریا دوه نور هغه هېوادونه دي چي ګوزڼ پکښي سته.
په پاکستان کي په ۲۰۱۴ کال کي د پولیو ۳۰۶ پیښي ثبت سوي وې خو چارواکي وايي چي سږکال پکښي یوازي څلور پيښي موندل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون