لویه څارنوالي: د ټاکنیزو موادو جعل کوونکي عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کيږي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ټاکل سوی هیئت خپلو څیړنو ته دوام ورکوي او له سیاسي احزابو یې د جعل په اړه د لا ډېرو اسنادو او شواهدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف له لوري د زرګونه جعلي، سټیکرو، تذکرو او د نوم ثبتوني کتابونو تر افشا کیدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د لویي څارنوالۍ په مشرۍ ددې اسنادو د اروزني لپاره هیئت ټاکلی، چي لا یې هم څیړني نه دي نهايي سوي.

د لویي څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، هغه کسان چي د انتخاباتي موادو په جعل او تقلب کي لاس لري عدلې او قضايي ادارو ته به ور وپیژندل سي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف او سیاسي احزاب، چي وارد مخه یې د راتلونکو ټاکنو شفافیت او سرتاسري ترسره کیدلو په تړاو خپلي اندېښنې په ډاګه کړي د ولسمشری ماڼۍ له لوري پر ټاکل سوي هیئت بې باوره دي.

د لوی ملي ائتلاف غړي وایي، په تیرو کلونو کې د حکومت له لورې ټاکل شوو پلاوو نتیجه نه ده ورکړې او د ټاکنو اړوند موادو په تړاو ټاکل شوی هیئت له عام فریبۍ پرته کومه نتیجه نه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...