راپور: محمد یار مجروح
د کلیو پراختیا وزارت غواړي په ولایتونو کي د کلیو پراختیا، پوهني، روغتیا او ښاروالۍ ریاستونو یو ګډ پروګرام جوړ کړی تر څو د ولسي تړون پروګرامونه په ښه ډول تطبیق کړل سي.
د یاد وزارت مسٔوولین وايي، دا مهال يې د څلورو ولایتونو په ۹ زره کلیو کي شاوخوا ۵ زره بیلابیلي پروژې راپيل کړي او په زرګونو کسانو ته پکښي د کار زمینه برابره سوې ده.
د کلیو پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام عمومي رئیس غلام رسول رسولي وايي، د یاد پروګرام موثریت ډیر دی او د خلګو په غوښتنه پروژې عملي کوي.
دده په خبره د پاکو اوبو رسول د یاد پروګرام په لمړیتوبونو قرار لري.
پر همدې مهال د پوهني او روغتیا وزارت مسوولین وايي، د ولسي تړون پروګرام له لاري به وتوانیږي چي په کلیو او ښارونو کي دخلګو اساسي ستونزي حل کړي.
د پوهني وزارت مسوولین وايي، د همدې پروګرام له لاري به په کندهار کي ټولوښوونځیو ته تعیرونه جوړ کړل سي.
د روغتیا وزارت مسولین بیا وايي، د ولسي پروګرام له لاري به د کندهار د ټولو روغتیايي مرکزونو ستونزي حل کړي.
بلخوا د کندهار د ولسوالیو ولسوالان وايي، پر رغنیزو کارونه زیاتي پيسې مصرف سوي خو د څه وخت وروسته یادي پروژې بیرته له منځه تللي دي.
د دوی په خبره د ولسي تړون پروګرام پيسې دي پر حیاتي پروژو مصرف کړل سي او د خلګو په خوښه دي پروژې پیل کړي تر څو کټه یې هم د خلکو لپاره ډيره وي.
ولسي تړون د ملي پيوستون په څیر پروګرام دي چي د افغانستان په یو شمیر ولایتونو او ولسوالیو کي دخلګو په خوښه رغنیز فعالیتونو ترسره کوي، چي دا مهال یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون