د کندهار ولايتي شورا یو ځل بیا په دغه ولایت کي د اوبو د بندونو جوړولو غوښتنه وکړله

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال یو ځل بیا په دغه ولایت کي د اوبو د بندونو جوړولو غوښتنه وکړه او دا یې د خلکو تر ټولو مهمه او اساسي اړتیا وبلل.

هغه د شورا په غونډه کي وویل، په کندهار کي دي مرستندویه ادارې او د وزارتونو مسٔوولین دلته د اوبو ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي او د اوبو بندونه دي جوړ کړي.

هغه وايي، د کندهار په ځینو ولسوالیو کي د اوبو د نشتون له امله باغونه وچ سوي او خلک یې کډه کولو ته مجبوره سوي دي.

د ولایتي شورا رئیس دغه راز وویل، د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولین د دغه شرکت د ښه فعالیت په اړه هیڅ اقدام نه کوي او همېشه یې دلته په کندهار کي هم مسافرینو ته ستونزي جوړي کړي وي.

دی وایي، د دغه شرکت مسوولین د یاد شرکت سره لوی ظلم کوي او بېره سته چي دغه شرکت دي فلج سي.

ښاغلي خاکرېزوال وویل، د دې ستونزي د هواري لپاره د ولایتي شورا او پارلمان وکیلان اړوند مرکزي ادارې ته ورځي او په دې ورسره خبري کوي.

د اریانا افغان هوایي، شرکت څخه له ډيره وخته خلک شکایت کوي خو تر اوسه د دغه شرکت خدمات د پخوا په ډول نیمګړي دي او خاصه پاملرنه نه ده ورته سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...