مشرانو جرګې په کونړ کي د ځنګلونو وهني په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د هېواد ځنګلونو ساتنې لپاره د ځانګړي قطعي جوړېدو غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې منشي طیب عطا د دې جرګي په غونډه کي وویل چي په کونړ کي د ځنګلونو پرې کول په بې رحمانه توګه دوام لري او سیمه ییز حکومت يې د مخنيوي توان نه لري.
نوموړي زیاته کړه چي په دغه ولايت کي د ځنګلونو وهل او قاچاق په غیر قانوني ډول ترسره کیږي.
هغه ځنګلونه د بیت المال شتمني وبلله ويې ويل چي د محمد داوود خان حکومت پر مهال د (زرغوني قطعې) په نوم یو نظامي واحد د ځنګلونو او زرغونو سيمو د ساتني مسٔوولیت درلود او باید دا قطعه بیا رامنځته سي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د ځنګلونو ساتني لپاره د زرغونې قطعې جوړولو په تړاو د جرګې دارالانشا ته دنده وسپارله څو د منشي وړاندیز د یوې مصوبې پر اساس حکومت ته واستوي او که امکانات یې وي، نو د ځنګلونو ساتني لپاره دې داسي یوه قطعه ضرور رامنځته سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون