د ټاکنو کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي چي د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو رایې ۸۰سلنه شمیرل سوې او د رایو تر بیا شمیرني وروسته به د اونۍ تر پایه لومړنۍ پایلي اعلان سي.
نوموړي دغه راز وویل چي د بغلان ولایت ټاکنو کي جنجالونه موجود وو چي تر ډیره حده شکایتونه څیړل سوي او په راتلونکو دوو ورځو کي به د یاد ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلي هم اعلان کړي.
صیاد دغه راز په تیرو ټاکنو کي ګډوډیو او پر یاد کمیسیون نیوکو ته په اشارې وویل، ټاکنو کمیسیون تر خپل وروستي حده هڅه کړي څو په شفاف ډول د ټولو ولایتونو ټاکني تر سره کړي او دې چاره کي تر ډېره بریده بریالي روان دي.
نوموړي دغه راز وویل، کمیسیون ځیني کمي او کاستي هم درلودې چي په راتلونکي کي به بیا تکرار نه سي.
هغه د ټاکنو پر روڼوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چي دا ځل به ولسي جرګې ته یوازي هغه کسان لاره پیدا کوي چي د خلکو ملاتړ لري او پاکي رایې یې اخیستي وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون