غزني کي ماین چاودني د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي

 د عیني شاهدانو په خبره دا کسان په یوه ریکشا کي سپاره وو او غوښتل یې د غزني ښار ته ولاړ سي چي د ارزو په سیمه کي یې ریکشا د سړک غاړي ماین باندي برابره سوې ده.

د هغوی په خبره د یادې چاودني له امله په ریکشا کي سپاره کسان ټول وژل سوي دي.

ویل کېږي چي د پيښې په قربانیانو کي یوه ښځه دوه ماشومان او یو سړی شامل دي.

که څه هم تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو حکومتي چارواکي تل په دا ډول پېښو کي وسله وال طالبان پړه بولي

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...