د ټاکنو خپواک کميسیون کميشنر مولانا محمد عبدالله وایي، مرکزي سیسټم ته له بایومتریک ماشینونو د اطلاعاتو انتقال په سستۍ روان دي او که همدا ډول دوام ولري؛ نو د تلي پر ۲۷مه د ټاکنو د لومړنيو پایلو اعلان ناممکن دئ.
دا په داسي حال کي ده چي د ټاکنو د مهالوېش له مخي د تيرو ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلي باید د تلي پر ۲۷مه او وروستۍ پایلي یې د لړم پر ۱۶مه اعلان سي.
خو مولانا محمد عبدالله بیا پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، داچي له ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ ورځي تېريږي، د رایو ورکوني له ټولو ۲۶ زره او ۵۶۸ مرکزونو تراوسه یوازي د ۲۲ زره او ۴۰۰ ماشینونو لومړني او د ۱۴ زره بایومتریک ماشینونو وروستي معلومات مرکزي سرور ته لېږدول سوي.
ټاکنو کمېسیون مخکي له دي ویلي وه چي هڅه کوي څو د ټاکنو د مهالوېش سره سم پر ټاکلي وخت د ټاکنو پایلي اعلان سي.
د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو هم د ټاکنو د ژر اعلانېدو غوښتنه کړې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون