د ننگرهار د گوشتې ولسوالۍ محلي مسئولین وایي چي پاکستاني او چینایي قاچاقبران د محلي زورواکانو په مرسته د دغه ولسوالۍ له کانونو قیمتي معدن غلا کوي.
د گوشتي ولسوال ویلي چي پاکستاني او چینایي قاچاقبران د دې ولسوالۍ قیمتي معدن او ډبري بلي غاړي ته قاچاق کوي.
د هغه په وینا محلي زورواکان په قاچاق کي لاس لري اونورو بهرنیو قاچاقبرانو ته د قاچاق دپاره لاره هم برابروي.
د گوشتي ولسوال زیاتوي چي د نظامي عملیاتو په نتیجه کي دوه غټ کانونه د قاچاقبرانو له واکه دولتي واک کي راوستل سوي، خو ځیني نور کانونه لاهم د قاچاقبرو په اختیار کي دي.
د معلوماتو پر اساس په دې سیمه کي د قیمتي کانونو غیر قانوني استخراج روان دئ.
بلخوا دننگرهار د والي ویاند عطاالله خوگیاڼی وايي چي دوی به په دې اړه پلټني کوي او د کانونو د شمېر او معدنو د قاچاق په اړه چي کومي شمېري د گوشتي ولسوال ښودلي دي، د هغه په اړه به د اسنادو غوښتنه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون