د امریکا د سنا مجلس پلاوي: د داسي سولي ملاتړ کوو چي د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړني پکښي خوندي سي

د امريکا د سنا مجلس پلاوي له ولسمشر سره په ليدنه کي ويلي، هيواد يې له داسي سولي ملاتړ کوي، چي د افغانستان د تيرو دوو لسيزو لاسته راوړني پکښي خوندي پاته سي.

ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا د سنا مجلس له غړو سره پرون ماښام په ارګ کي وليدل.

په دې ليدنه کي د امریکا سنا مجلس پلاوي د افغانستان د ولسمشرۍ د بریالیو ټاکنو د مبارکۍ ترڅنګ ټاکني د ولسواکۍ د اساساتو د پیاوړتیا له پاره مهمي وبللي.

یاد پلاوي له ترهګرۍ سره د مبارزي او د ټاکنو امنیت د ټینګښت په خاطر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅي وستايلې او وې ویل، د امریکا متحده ایالات د سولي د هغي پروسې هرکلی کوي، چي د ښځو د حقونو او جمهوري نظام د تداوم ترڅنګ د تيرو دوو لسيزو ټولي لاسته راوړني خوندي پکښي پاته سي.

دا په داسي حال کي ده چي افغانستان ته د ياد پلاوي د راتګ اصلي هدف تر اوسه نه دئ معلوم.

د امريکا د سنا مجلس غړي د افغانستان د سولي له پروسې په مشروط ډول داسي مهال ملاتړ کوي، چي په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ خبري اتري چي له تيرو يوولسو مياشتو راهيسي رواني وې او يوي موافقي ته نږدې سوي وې، شاوخوا څلور اوونۍ دمخه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وځنډول سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...