د افغانستان دفاع وزارت: طالبان لا هم د القاعده په څېر تروريستي ډلو سره اړيکي لري

ددغه وزارت چارواکي داسي مهال دا خبره کوي چي د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست پرون د هلمند په موسى قلعه ولسوالۍ کي د هند د نيمي وچي له پاره د القاعده شبکې د مشر عاصم عمر د وژل کېدو خبر تائيد کړ.

په قطر کي د سولي د مذاکرو پر مهال طالبانو ډاډ ورکړى وو چي له القاعده شبکې سره به د سولي تر موافقې مخکي اړيکي پرې کوي.

ملي امنیت پرون ويلي، عاصم عمر چي په خټه پاکستانى دئ، د القاعده شبکې له ٦ نورو غړو سره يوځاى د افغان او امريکايي ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کي وژل سوى چي د سپټېمبر پر ٢٣مه سوي وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند وايي دا پېښه ثابتوي چي وسله وال طالبان لا هم د القاعده په څېر تروريستي شبکو سره اړيکي لري.

هغه وايي، د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه به د دغو وسلوالو پرضد اقدامات کوي.

قاري يوسف احمدي چي ځان د طالبانو وياند معرفي کوي، پرون شپه په يوه اعلاميه کي ويلي، په هلمند کي د القاعده د يوه مشر وژل کېدل حقيقت نه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...