رپوټ: غلام فاروق رسولي
هرات ښاروالي چي په دې ولایت کي یو له جنجالي ادارو څخه ده په تیرو دوو کلنو کي شپږ ښاروالان تجربه کړي دي.
یوشمېر هرات مېشته اوسېدونکي او د ناحیو وکیلان وایي: د ښاروالي د کړنو څخه د دوی رضایت په ډېره ټیټه کچه کي دئ او په خبره یې دا رضایت ورځ تر بلي مخ پر کښته کېدو دئ.
دوی وایي په تیرو دوو کلنو کي په ښار کي هیڅ کومه ګټوره پروژه نه ده عملي سوې او مسئولینو دوی په تشو وعدو خطاایستلي دي.
په همدې حال کي د هرات ښاروال
غلام حضرت مشفق هرڅو ستونزي مني خو لامل یې په دې اداره کي د سرپرستانو ډېروالی او د روابطو پر اساس د کسانو ګمارل کېدل بولي او زیاتوي چي په دې اداره کي اوس ۹۰ فیصده کارونه د سرپرستانو له خوا
اداره کیږي او ډېر شمېر نور هم چي د روابطو پر اساس ګمارل سوي د خپلو ونډو لاسته راوړلو په لټه کي دي.
د بلي خوا د ښاري شورا مسئولین او
مدني فعالان هم د ښاروالي د کړنو څخه ناخوښه دي او لامل یې د سرپرستانو د زیاتوالي
ترڅنګ د دوی نه همږغي بولي.
دا خبري په داسي حال کي کیږي چي ښاروالي نن خپل د عوایدو د څرنګوالي یوه غونډه
جوړه کړې وه او د موجوده ستونزو څخه یادونه پکښي وسوه، چي ترټولو مهمه یې د مرکز له لوري د
ښاروالي د بودجې ناوخته منظورېدل ول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون