د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر خپل ګاونډي هېواد هند ږغ کړی دی چي پر پاکستان د فشار راوړلو فکر دې له ذهنه وباسي.
هغه نن په اسلام اباد کي رسنیو سره په خبرو کي ویلي، پاکستان یو امن خوښوونکی هېواد دی او غواړي په ډاګه کړي چي هند جنګي جنون پیدا کول غواړي او باید ژر تر ژره له دې چارې لاس واخلي.
هغه ویلي، د دوی قوم اوس خپلو کي یو موټی دی، د پاکستان پوځونه، سیاسي مشرتابه، سیاسي ګوندونه او هر وګړی د کشمیریانو په پلوۍ ولاړ دی، هند دې هیڅکله په خیرنه سترګه دې هېواد ته نه ګوري.
دا په داسي حال کي ده چي د هندي کشمیر په پلوامه کي پر پوځیانو تر برید وروسته د هند او پاکستان اړیکې ترینګلي سوي او هند په وار وار د غچ اخیستلو خبره کړې ده.