عبیدالله بارکزی به نن یکشنبه خاورو ته وسپارل سي

   د رپوټونو پر اساس، د افغانستان په ولسي جرګه کي د  روزګان د خلکو پخوانی وکیل عبیدالله بارکزی به نن یکشنبه خاورو ته وسپارل سي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام پر هغه وسله واله حمله وغندله.

غني په کابل کي یوې غونډې ته وویل:

“د بارکزي صاحب جنازه به په ځانګړو مراسمو خاورو ته وسپارل سي، د هغه کورنۍ او د افغانستان سیاسي کورنۍ، مخصوصاً ملي شورا ته تسلیت وایو.”

عبیدالله بارکزی پرون د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کي نا څرګندو وسله والو وویشت.

پر هغه د حملې مسئؤلیت لا چا نه دی اخیستی.

د کندهار د والي ویاند وویل چې حمله کوونکي تښتېدلي او د پېښې په اړه څېړنې کوي.

په پاکستان کي د طالبانو د مخکني رژیم سفیر عبدالسلام ضعیف پر ټوېټر لیکلي چي بارکزی د سولي لپاره زورور ږغ و او وژل کېدل به يې د سولي لپاره پر روانو هڅو ناوړه اغیز وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...