روسیه وایي طالبانو ترې غوښتي چي له امریکا سره د سولي د هوکړې په صورت کي د توافقاتو ضمانت وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو وروستیو څرګندونو کي ویلي، دوی له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو ملاتړي دي، خو دغه مذاکرات باید په سیمه کي د امنیت او ثبات سبب سي.
دده په خبره دوی له طالبانو سره هم نږدې اړیکي لري او دغه ډلي ترې غوښتي چي له امریکا سره د سولي د کېدونکو هوکړو یا توافقاتو ضمانت وکړي.
دده په خبره یوازې روسیي نه بلکي نورو هېوادونو ته هم طالب وسله والو دغه وړاندیزونه کړي دي او له دوی یې غوښتي چي د سولي د هوکړو ضمانت وکړي. کابلوف دا نه دي ویلي چي روسیه به ددغه هوکړو ضمانت وکړي کنه، خو تر دې وړاندي اروپايي ټولني او روسیي په دې برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون