د دې خوني مرستیال خان جان الکوزي اندېښنه وښوده چي په چابهار بندر او د لاجوردو په صادراتي لاره کي تخنیکي ستونزي سته چي د سوداګرۍ د چارو پر وړاندې خنډ ګرځیدلي دي.
د نوموړي په خبره، په دغو لارو کي لا هم سکنرونه او داسي نور سیستمونه او وسایل فعال سوي نه دي او له افغانستانه له دې لارو نورو هیوادونو ته په صادراتي توکو زیات لګښت راځي.
ښاغلي الکوزی دا هم وایي چي دغه ستونزي یې په څو ځلي له حکومت سره شریکي کړي، خو حکومت په دې اړه جدي پام نه دی کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون