صحابه کرام څوک دي؟

حکيم الله صابر

صحابه رضي الله تعالی عنهم هغه کسان وه چي په ډیرو سختو حالاتو کي یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ونیوه ، د هغه هر امر ته یې لبیک ووایه او د خپل تن په وینو یې د اسلام ډېوه بله وساتله ، هغوی خپل ویني په دې لاره کي توی کړې خو اسلامي احکام یې په ډېره امانتدارۍ تر مونږ پوري را ورسول دا خو د همدوی د ستړیاوو ، خولو او وینو برکت وو چي نن د اسلام مبارک دین د نړۍ هر ګوټ ته رسېدلی ، دا د دوی برکت وو چی نن د نړۍ له هر کونج څخه د الله اکبر سپېڅلي ملکوتي نارې پورته کیږي او همدوی وو چې په داسي وخت کي چي نړۍ د جهالت په تورو تیارو کي ډوبه وه دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ او د دې نړۍ د اوسیدونکو په زړونو کي د حلم ، تقوٰی او اخلاقو ډېوې بلي کړې.

پس نو داسي سپېڅلو کسانو ته بد ویل او سپک ورته کتل به څومره ګناه او جفا وي چې الله یې په هکله فرمایی :《 وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ》.
(سورة التوبه آیتـــ۱۰۰)

ژباړه : هغه مهاجرین او أنصار چي د ایمان د دعوت منلو ته تر ټولو له مخه را وړاندي شول ، هغه کسان چي وروسته په رښتیني توګه په دوی پسي را غلل الله جل جلاله له دوی نه راضي شو او دوی له الله جل جلاله نه راضي شول الله جل جلاله د هغوی لپاره داسي جنتونه تیار کړي دي ، چي لاندي ترې ویالې بهیږي دوی به همیشه په دې جنت کي وي او همدا ستر فیض او بریالیتوب دی .

هر کله چي الله تعالی جل جلاله کومو کسانو ته د خپلي رضا سند په لاس ورکوي او د هغوی سره د جنتونو وعده کوي په داسي کسانو باندي د نورو کسانو له خوا د نیوکو کولو هیڅ مجال نه پاتي کیږي او کوم کسان چې په داسي خلکو باندي بد
وایي هغوی بې له شکه د الله تعالی جل جلاله په عذاب اخته کېدونکي دي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : «أَصْحَابِي كَالنُّجُومِ بِأَيِّهِمُ اقْتَدَيْتُمُ اهْتَدَيْتُمْ».
(الشفاء بتعریف حقوق المصطفی جــ۲ صــ۵۳)
ژباړه: زما اصحاب د ستورو په شان دي ، په دوی پسي اقتداء وکړئ هدایت به ومومئ.

ابوسختیاني رحمة الله علیه فرمایي : چا چي له ابوبکر رضي الله عنه سره محبت وکړ هغه خپل دین سیده کړ ، چا چي د عمر رضي الله عنه سره محبت وکړ د دین وړانګه یې پیدا کړه ، چا چي د عثمان رضي الله عنه سره محبت وکړ د الله تعالی په روښنايي سره روښانه شو او چا چي د علي رضی الله عنه سره محبت وکړ هغه د دین رسۍ په لاس کي ونیوله ، څوک چي د صحابه وو ستاینه کوي دغه کس له نفاق څخه پاک دی او څوک چي د صحابه وو بې احترامي کوي دغه کس منافق ، خوارجي او د سنتو مخالف دی او زه ویریږم چې ددې کس به هیڅ عمل قبول نه شي تر څو یې له صحابه وو سره مینه پیدا نه شي.

x

دا هم وګورئ

د ښځي او نر ترمنځ انټرنيټي اړيکي

ليکوال: استاد پوهيالی نظرمحمد حنيف پوښتنه: ويل کېږي چې د انټرنېټ له لارې د ښځې او ...