راپور: جواد داوري
هرکال په هلمند کي، پر زرګونه هکتاره مځکه کوکنار کرل کیږي، چي د کرونده ګرو په وینا له دي لاري خپلي اقتصادي ستونزي حل کوي.
چارواکي وايي، همدا نشه يې توکي دي، چي د وسله والو طالبانو جګړه يې روانه ساتلې ده او په سیمه کي يې نا امني جوړه کړي ده.
خو سږ کال دولت چمتوالی ښودلی، چي یو ځل بیا د کوکنارو کمپاینونه ترسره کړي.
د هلمند د نشه يې توکو په واړندي د مبارزې ریٔس سید احمد ورور وايي، لسګونه تراکټوران يې د کوکنارو اړولو لپاره ترمیم کړي دي، او د امنیتي ځواکونو په ملتیا به په هغو ولسوالیو کي کوکنار واړوي، چي تر دولتي حاکمیت لاندي وي.
مګر ځايې اوسیدونکي وايي، دولت باید د کمپاین د مصرف پر ځای کرونده ګرو ته د ښو کرکیلو بدیلي لاري ولټوي.
د دوی په وینا هیڅ کرونده ګر به کوکنار ونه کري، چي اصلاح سوي تخمونه ورکړل سي، د بست تصدي باید فعاله سي او د محصولات لپاره یې مارکیټ باید ورته جوړ سي.
دا پداسي حال کي ده، چي تیر کال په هلمند کي د کوکنارو کمپاین ترسره نسو، خو سږ کال چي په هلمند ولایت کي امنیتي وضعیت یو څه ښه سوی دی، د مرکز ترڅنګ به ولسوالیو کي هم په پراخه کچه کوکنار واړول سي، تردي د مخه چارواکو کرونده ګرو ته د کوکنار د نه کرلو خبرداری ورکړی و.