سومالیایي چارواکي وایي چي د یاد هېواد پلازمینې موګادیشو ته نږدې د ناڅرګندو وسله والو په برید کي ۱۰ تنه وژل سوي دي.
د چارواکو په خبره، دغو مشکوکو کسانو چي په کلاشینکوفونو سمبال وو، پرون یې د موګادیشو په ۱۷ کیلومټري کي پر سیمه ییزو خلکو ډزي کړي دي.
د دوی په خبره په ۱۰ وژل سویو کي ډیری یې هغه مېرمني وې چي سړکونه یې پاکول.
که څه هم تر اوسه ددې پېښي پړه چا پر غاړه نه ده اخیستي خو د سومالیا چارواکي د الشباب تندلارې ډله چي له القاعده شبکي سره اړیکې لري، د دې کار مسٔووله بولي.