د تیرو څو کلونو را په دي خوا د ټولو کمپنیو د لپ ټاپونو تر منځ سیالۍ رواني دي چي تر ټولو مهمه خبره یې د لږ وزن درلودل دي نو ځکه خو سږ کال سمسنګ کمپنۍ خپل داسي یو نوی الټرابووک بازار ته وړاندي کړ کوم چي ډیر لژ وزن لري.
نوموړی الټرابووک چي (Notebook 9 2018) نومیږي یوازي (۹۹۵) ګرامه وزن لري او (۱۳.۳) اینچه ده.
دي الټرابووک په (۱۵) اینچي موډل کي د ګرافیک کارټ په برخه کي د انویډیا (MX150) څخه استفاده سویده تر څنګ یې (۲ ګیګیابایټه) حافضه لري چي موډل یې (GDDR5) دی او پاته دي نه وي چي د نوموړي ګرافیک کارټ د شتون له کبله د دي الټرابووک وزن (۴۰) ګرامو ته رسیدلی.
د (Notebook 9 2018) الټرابووک د پوښ یا هم بدني په برخه کي د (آلیاژ منیزیوم) څخه استفاده سویده چي له کبله یې نوموړي الټرابووک ډیر شایسته معلومیژي او د ضربي په وړاندي ډیر مقاوم هم دی.
نوموړی الټرابووک په (۳۶۰) درجي باندي د څرخیدو وړتیا لري تر څو استعمالونکی وکولای سي په مکمل ډول د دي الټرابووک څخه د یو ټبلیټ په توګه هم استفاده وکړي.
د دی ټولو سیسټمونو تر څنګ دا الټرابووک د ګوتو د نشان پیژندونکی سینسرونه، (۱.۵ واټه سټیریو سپیکرونه) هم لري.