د هوواوی کمپنی نوی (Enjoy 7S) ځيرک تلیفون په نړیوال بازارونو کي د (P Smart) په نوم عرضه سو

تیره اونۍ هوواوي کمپنۍ خپل یو نوی مبایل چي (Enjoy 7S) نومیژي نړیوال بازارونو ته د (P Smart) په نوم عرضه کړ، نوموړی مبایل ځکه دوه نومه لري چي هوواوي کمپنۍ ویلي، چي غواړي د چین هیواد دننه یوازي په (Enjoy 7S) سره وپیژندل سي خو د چین هیواده بهر په نړیوال بازار کي د (P Smart) په نوم یاد سی.

نوموړی ځيرک تلیفون یو دانه (Kirin 659) چیپسیت لري، دوي کمري لري.

د دی مبایل سکرین (۵.۶۵) اینچه دی چي مکمل (HD) تصویر وړاندي کوي، د ډیسپلی په برخه کي یې د (۲.۳۶) ګیګاهرتزه ګرافیک کارټ څخه استفاده سویده.

نوموړی مبایل بازار ته په دوو موډلونو سره عرضه کیژي یو یې هغه مبایل چی (۳ ګیګابایټه) ریم او (۳۲ ګیګابایټه) دننی حافظه لري او دوهم ډول یې هغه مبایل دی چي (۴ ګیګابایټه) ریم او (۶۴ ګیګابایټه) دننی حافظه لری.

(Enjoy 7S) ځيرک تلیفون دواړه یو ډول په (۲۲۶ ډالره) او بل ډول به یې (۲۵۶ ډالره) بازار ته وړاندي سي.

x

دا هم وګورئ

د نړۍ د لمریني انرژۍ تر ټولو لویه دستګا په مصر کي جوړیږي

د مصر دولت غواړي چي تر پخوا زیات له لمریني انرژۍ ګټه واخلي او د ...