په اسلام اباد کي د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چي ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر بلنه منلې ده.
حضرت عمر زاخېلوال رسنيو ته وويل، د تېري يکشنبې په ورځ په کابل کي د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د ولسمشر سره په ليدنه کي نوموړي ته د پاکستان د حکومت لخوا پاکستان د سفر بلنه ورکړه، چي ولسمشر اشرف غني ومنله. تراوسه پوري پاکستان ته د ولسمشر د سفر نېټه نه ده اعلان شوې.
د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرل قمر جاويد باجوه د تېري يکشنبې په ورځ د يو هيئت په مشرۍ کابل ته راغی او د افغان ولسمشر اشرف غني سره يې وکتل. افغان چارواکو دا ليدنه د دواړو هېوادونو په اړيکو کي يو نوی پړاو بللی و.