روغ ژوند / تاوتريخوالی ، او پرکوچنيانو يې بدي اغیزې

لیکوال: نور احمد ناصري

 

ګرانو لوستونکو!  تاوتریخوالی یو له لویو ستونزوڅخه شمیرل کیږي چي د نړۍ د ځينو نورو هيوادونو ترڅنګ  افغانان  هم ځيني زوريږي او د دوی ژوند یې له خطرونو او خنډونوسره مخامخ کړی دی خو نن زه پدې ليکنه کي پرسياسي او يا هم امنيتي تاوتريخوالي بحث نه کوم بلکي د کوچنيانو په وړاندي پر تاوتریخوالي بحث کوم چي زموږ د هیواد په کورنیو اوحتی په ښوونځیوکي لا د روزني په ډول له تنبیه سره یو ځای دکوچنيانو په وړاندي کارول کیږي چي دا دهغوئ پر رواني حالت باندي بده اغیزه کوي.
خلک دافکر کوي چي فزیکي تاوتریخوالی به د دوی د کوچنيانو او اولادونو په روزنه کي ښه ونډه ولري ،چي داد دوی د روزني لپاره  سمه لاره نه ده ، اوحتی هغه ټولني او ارګانونه چي د کوچنيانو د حقونو په ترلاسه کولوکي کارکوي د دوی د راتلونکي لپاره یې خپله اندیښنه څرګنده کړې او بېره لري چي کیدای سي مور او پلار د اولادونو د ښې روزني د مهارت د نه لرولو له امله په دې کار سره د کوچنيانو په وړاندي د تاوتریخوالي اصلي عاملین وګنل سي  .
د ا روا پوهني یا سایکولوژي له نظره بیا فقر، بې سوادي، جنګ، ناامني، کډوالي اومهاجرتونه، بې کاري، د خلکو د پوهي د کچي ټیټوالی او په ځانګړې توګه د مور اوپلار په مخدره توکو اخته والی هغه څه دي چي  د تاوترخوالي لامل ګرځي او تاوتریخوالی یې په ټولنه کي زیات کړی دی .
نوپه داسي یونامناسبه حالت کي به زموږ خلکوته دا اسانه کار نه وي چي دوی د کوچنيانو غوښتنوته پاملرنه وکړي او اړتیاوي یې ورته پوره کړي.

د تاوتريخوالي ډولونه :
تاوتریخوالی پردوه ډوله دی رواني یا ذهني اوجسمي یا فزیکي

دکوچنيانوپه وړاندي تاوتریخوالی هغه وخت منځته را ځي چي کیدای شی موږ دکوچني جسمي ودي ، ذهني ودي او پرمختګ ته سمه پاملرنه ونه کړو او همدارنګه کوچني ته د کوچني په توګه ونه ګورو ، نو تاوتريخوالی رامنځته کيږي .

کوچنی اکثره وختونه ډېري پوښتني کوي ا وغواړي چي دهغه پوښتنو ته باید موراوپلار او نورلویان جواب ورکړي خو متاسفانه زموږ په ټولنه کي ډېری وختونه مور اوپلار کوچنی رټي او ورته وایي ډيري پوښتني مه کوه ته کوچنی يې د لويانو مخته  خبري هم مه کوه او داسي نور ….

د دغه وخت څخه کوچنی بې جراّته کیږي او په راتلونکي کي نه سي کولای په ډاډه زړه ژوند وکړي، بله غوښتنه دکوچني مینه ده کوچنی میني ته ضرورت لري خوکله چي کوچني ته مينه ورنکړل سي  نو نورو ته به څنګه مينه ورکړي.
پرکوچني باندي دتاوتریخوالي اغيز :
د دوامداره تاوتريخوالي په پایله کي کیدای سي کوچنی په رواني ناروغیو اخته سي او همدارنګه ژورخپګان ورته پیښ سي ، د خوب په وخت کي ورته ستونزي پیداسي اوکله چي بيديږي نو وحشتناکه خوبونه  ويني او په راتلوونکي کي ورته ډول ډول خنډونه پیداکيږي.

دلته  نو موراو پلارته دا لازمه ده ترڅوخپلو اولادونوته پوره پاملرنه وکړي او ټولني ته بااحساسه اوسالم کوچنی وړاندي کړي

د تاوتریخوالي په پایله کي په رواني ناروغیو اخته سوی کوچنی بیرته عادي اوپخواني حالت ته راګرځول :

بایدچي کوچني ته د لوبو او ساعتيري وخت ورکړل سي اود لوبولپاره ورته مناسب ځایونه جوړسي د کوچني سره په مينه خبري کول ، نوموړي ته د هغه د راتلونکي ژوند په اړه سالمي مشورې ورکول به د هغه ذهن پياوړی کړي اوهمدارنګه د رواني ناروغيو يوه متخصص ته د کوچني ښودل چي رواني ستونزي يې د دوا په وسيله کنټرول سي ، خو د ډاکټرانو په باور  د رواني کوچنيانو سره ښه سلوک تر دوا موثره تمامېدای سي.

په اخرکي بايد ووايم چي دکوچني سره تاوتریخوالی بايد ونسي او هغه ته باید قدر او عزت ورکړل سي د کوچني رواني غوښتني دي ومنل سي یا دي ورته  پاملرنه وسي ځکه که چیري کوچني ته پاملرنه ونه سي نو دابه راتلونکي ټولني ته ‌‌ډېر تاوان  ورسوي ځکه چي د نن ورځي کوچنی دسباورځي ځوان بلل کیږي.

x

دا هم وګورئ

د شاتو مهمي ګټي

لیکنه: ایمل مړوند پوستکی ښایسته کوي روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د ...