په افغانستان کي د ګرځنده ټيليفونونو يوه شبکه وايي، د انلاين معلوماتو د نړيوالي پاڼي (ويکيپيډيا) سره د يوه تړون له مخي به ډېر ژر په افغانستان کي خلک وکولای سي، چي په وړيا توګه د معلوماتو دې انلاين وېبپاڼي ته لاسرسی پيدا کړي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د (ويکيميډيا) په نوم کمپنۍ چي ويکيپيډيا معلوماتي پاڼه چلوي او په افغانستان کي د روشن مخابراتي شرکت ترمنځ د شوي هوکړي له مخي به دا شبکه خپلو کاروونکو ته د راتلونکي يوه کال لپاره ويکيپيډيا معلوماتي وېبپاڼي ته وړيا لاسرسی برابروي، چي له راتلونکي مياشتي به پيل سي.
دا مهال په افغانستان کي په لويو ښارونو کي شاوخوا اته ميليونه وګړي په ګرځنده ټيليفونونو کي انټرنيټ کاروي، خو د ډېټا د زيات لګښت له کبله، ډېر کم له دې کسانو کولای شي، چي په ورځني ډول په خپلو ټيليفونونو کي انټرنيټ وکاروي.
د روشن ټيلفيوني شبکې وياند شريف شريفي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي، چي له دې سره به ځوانان په ځانګړې توګه، د پوهنتونونو محصلين وکولای سي، چي په اسانۍ د خپلو زدهکړو په برخه کي تازه معلومات تر لاسه کړي.