روسیې د امریکا نوي بندیزونه غیري قانوني بللي

د روسیې صدراعظم د امریکا نوي بندیزونه غیر قانوني او د نه ‌منلو وړ وبلل.

د میتري مدودف دغه څرګندوني درې ورځي وروسته له هغه کوي چي د امریکا متحده ایالاتو د دې هېواد پر لوړپوړو امنیتي، ملکي چارواکو او هغو پانګه ‌والو چي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري، د نویو بندیزونو په ترځ کي د هغوی شتمنۍ کنګل او مالي محدودیتونه ‌یې پر ولګول.

دمیتري مدودف خپل حکومت ته امر وکړ چي د دغو بندیزونو په وړاندي مناسب اقدام وکړي او هم د هغو روسې شرکتونو د ملاتړ لپاره طرحي وړاندي کړي چي د دغو بندیزونو له امله متأثره سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...