روسيه: پوتين د وسلو د نوي سيالۍ د پيل خبر ورکړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د وسلو د يوې نوې سيالۍ د پيل خبرداري ورکړ او پر متحدو ايالاتو يې تور ولګاوه چي د سړې جګړې د وخت له يوه مهم تړون څخه د تلو هڅه کوي.

ښاغلي پوتين په ساحلي ښار سوچي کي د يوه تحقيقاتي مرکز په غونډه کي چي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون په‎کښې کړي و، د څرګندونو پر مهال وويل، که متحدايالات د منځني او لنډ واټن ويشتونکو توغنديو د مخنيوي له تړون څخه ووځي، نو روسيه به هم سمدستي او متناسب غبرګون وښيي.

ولسمشر پوتين په روسيه کي د امريکايي رسنيو د فعاليت په اړه هم شک څرګند کړ. له دې مخکي د ار ټي ټلويزيون او سپوتنيک په ګډون ځينو روسي رسنيو ويلي و چي په متحدايالاتو کي د دوي څانګو ته ويل شوي دي چي د يوه نوي قانون له مخې بايد راجسټر شي خو د امريکا د عدليې وزارت دا خبره نه‎ده تائيد کړې.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...