د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، مسکو تيار دی، چي د شمالي کوريا سره ګډ کار وکړي، څو د هغه هيواد د اټمي پروګرام او د مزايلو جوړولو پروګرام له امله روان کړکيچ په سوله ييز ډول پای ته ورسېږي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت تېره اوونۍ دا وينا، په هغه خبرپاڼه کي کړې ده، چي د روسيې د سفير او د شمالي کوريا په بهرنيو چارو وزارت کي د شمالي امريکا د چارو د مشر تر کتني وروسته خپره شوه. په خبرپاڼه کي ليکل شوي دي، چي روسي لوري تائيد کړې ده، چي ستونزي بايد په سوله ييز ډول او له سياسي او ډيپلوماتيکو لارو حل شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت همدا راز ويلي دي، چي د ياد وزارت مرستيال د شمالي کوريا په بهرنيو چارو وزارت کي د شمالي امريکا د چارو له مشر سره کتلي دي. د شمالي کوريا د اټمي پروګرام او د هغه هيواد د مزائيلو د ازموينو له امله د پيونګيانګ او واشنګټن ترمنځ کړکېچ په وروستيو کي لا زيات شوی دی.