رجب طیب اردوغان د څلورم ځل لپاره د ترکیې جمهور رئیس سو

اردوغان شاوخوا ۵۳ فیصده رأی ګټلي او تر هغه وروسته محرم اینچه څه باندي ۳۰ په سلو کي رأی لاسته راوړي دي.

که کوم کاندید ۵۰ په سلو کي نه وای پوره کړی، نو انتخابات دوهم دور ته تلل.

اردوغان پرون شپه ناوخته د بریا اعلان وکړ.

په پرونیو انتخاباتو کې څه باندي۴۸ میلیونه د رأی په شرایطو برابرو ترکانو برخه واخېسته چي د ګډون کونکو شمېر ۸۷ فیصده ښودل سوی دی.

په ترکیه کي انتخابات د ولسمشر اردوغان په پرېکړه له ټاکلي موده شاوخوا یو کال دمخه ترسره سول.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...