د کابل استانبول د صادراتو هوايي دهلیز پرانیستل کېږي

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونه وايي، راتلونکي میاشت به د کابل او استانبول ترمنځ د صادراتو هوايي دهلېز پرانېستل سي.

د دې خوني د عامل پلاوي ریٔس عتیق الله نصرت وویل، دا کار کولای سي د افغانستان او ترکيې ترمنځ سوداګري چي په دې وروستیو کي يې حجم کم سوی دی ډېره کړي.

افغانستان له دې وړاندي هم له هندوستان سره ورته هوايي دهلېز پرانېستی چي تېر کال يې له لارې په وخت هغه هېواد ته افغاني حاصلات او محصولات ورسېدل.

د افغانستان او ترکيې ترمنځ دا وخت د ۴۰۰ میلیونو ډالرو سوداګري ده چي ډېره برخه یې واردات جوړوي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...