په بغلان کي د ټاکنو کمېسیون په هغو سیمو کي خلکو ته د رایي ورکولو کارتونه نه ورکوي چي د طالبان تر واک لاندي دي

راپور: نورګل اندړوال
دبغلان آمنیه قومندان وايي، چي دامنیتي ګواښ لاندي سیموته پولیس دټاکنو مرکزونو دامنیت خوندیتوب  لپاره نه لیږي.

په ورته وخت کي دبغلان ولایتي شورا دټاکنو کمېسیون دغه کارداندېښنې وړبولي، خو تر امنیتي ګواښ لاندې پښتون مېشته سیمه کي خلک وايي، چي هیڅ په داسي ټاکنو کي برخه نه اخلي چي نیم خلک تري بې برخي وي.

دبغلان له مرکزپلخمري څخه دراتلونکو ټاکنو لپاره د رایې ورکولو دکارت وېشلو لړۍ پيل سوه خو د بغلان آمنیه قومندان وايي، چي ددې ولایت د  ډنډشهاب الدین او ډنډغوري په ځينو برخو کي او په ټولیز ډول په دهنه غورې ولسوالۍ کي درايې ورکولو کارتونه دطالبانو دحاکمیت په خاطر نه ویشل کیږي.
دبغلان دټاکنو خپلواک کمېسېون وايي، چي هغو سېموته درایې کارتونو دویشلو لپاره کارکوونکي نه لیږي چې طالبان پکښي واکمن دي.
په ورته مهال عام خلک د ټاکنو په رونټیا ټينګارکوي او ولایتي شورا بیا په ځينو برخودکارتونو وېش او په ځينوبرخو کې نه ویش داندیښې وړخبره بولي.
دډنډغوري ، ډنډشهاب الدین دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو ځيني اوسیدونکي وايي، ترهغو چي د ټاکنو کمېسېون د یادو سېمو په ټولو کلوکي کارتونه ونه ویشي او آمنیتي ګواښونه لمنځه یونه سي نه درایي کارتونه اخلي او نه هم په ټاکنوکې ګډون کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...