د جرګې غړي وایي، چي جنرال رازق د کندهار د امنیت لپاره بې ساري هڅې کړي دي او د هغه کړني د ستاینې وړ دي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، په دې وروستیو کي داسي ګنګوسې خپري سوي دي، چي حکومت غواړي دغه پیاوړی نظامي قومندان له دندې ګوښه کړي، خو په وینا یې حکومت دي د نوموړي په اړه داسې پرېکړه نه کوي.
د ولسي جرګې ریٔس وویل افغان حکومت دي د پاکستان په خوښه جنرال رازق نه لیري کوي.
دده په وینا ځیني په دي باور دي، چي پاکستان له افغان حکومت د جنرال رازق د لیري کولو غوښتنه کړې ده.
خو هغه وايي، رازق د پاکستان پلانونه شنډ کړي دي او باید ملاتړ یې وسي.
ابراهیمي وایي، جنرال رازق د هغو کسانو له ډلي دي، چي باید وستایل سي او له فعالیتونو یې مننه وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون