د پښتون ژغورني غورځنګ وایي، چي پاکستان حکومت مو په کراچي کي غونډي ته نه پرېږدي 

 

د پښتون ژغورني غورځنګ مشران وايي، د پاکستان حکومت اجازه نه ده ورکړې چي د کراچۍ ښار په جناح پارک کي خپله غونډه جوړه کړي.

د دې غورځنګ یوه غړي، محسن داوړ ویلي، د پاکستاني حکومت د فشار له امله اړ سوي چي د جلسې ځای بدل کړي.

هغه وایي، حکومت په پوره توان هڅه کوي، چي ددوی د غونډو مخه ونیسي، کمپاینونه یې بند کړي، ملګري یې بندي کړي یا یې وځوروي، خلک وویروي او دې ته ورته نور فعالیتونه ترسره کوي چي د غونډې مخه ونیسي.

دده په وینا دوی پرېکړه کړې، چي غونډه په کراچي کي په بل ځای کي جوړه کړي خو په هر ډول چي وي خپل غږ به پورته کوي.

د پښتونژغورنې غورځنګ به سبا یکشنبه په څلورو بجو د کراچۍ ښار په سهراب کوټ سیمه کې خپله غونډه وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...