د پښتونخوا مرکز پېښور کي د پښتون ژغورني غورځنګ ناسته ترسره سوه

په دغه غونډه کي پر پېښور، قبایلي سیمو او د پښتونخوا پر نورو ولسوالیو سربېره له بلوچستان او ډیرو نورو سیمو څخه پښتنو پکښي ګډون کړی و.

د پښتنون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، چي د پښتنو د حق غوښتني لپاره یې پاڅون کړی او نور نه سي کولای چي د پښتنو سره پر ظلمونو دي چوپ پاته سي.

دغه غونډي ته زرګونه هغه کسان هم راغلي چي پاکستاني پوځ یې د کورنیو غړي وژلي او یا یې هم ژوندي بېولي.

د پښتونخوا مرکز پېښور کي د پښتون ژغورني غورځنګ ناسته د لسګونه زره کسانو په ګډون تر سره سوه.

دا ناسته د پېښور ښار د رېنګ روډ سرحد پوهنتون سره جوړه سوې وه.

په غوڼده کې د نارینه وو تر څنګ ښځو هم پراخ ګډون کړی چي زیاتي سپین سري هغه ښځي دي چې اولادونه یې د پاکستاني پوځ له خوا وژل سوي دي. دغه راز دې غونډي ته د هغو کسانو انځورونه هم را وړل سوي چي له څو کلونو راهیسې ورک دي.

دغه غونډه ته ورغلي پښتانه وايي، چي په محکومه پښتونخوا کي دا د پښتنو تر ټولو لویه غونډه ده او پښتانه به نور هم خپل ږغ پورته کړي تر څو حقوق یې نه وي ورکړل سوي.

منظور پښتین له هغه وروسته دا غورځنګ پیل کړ چي د جنورۍ میاشتې وروستیو کې یو پښتون ځوان کراچۍ کې مړی وموندل سو.

پولیسو ویل نقیب مسود له دوی سره په نښته کې وژل سوی، خو کورنۍ یې ویل له هوټله یې پورته کړی او وروسته یې وژلی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور ناستې ته خبرو کي وویل، د پاکستان پوځ ردالفساد عملیاتو وکړل، خو دغه غورځنګ ردالفساد لاریون کوي.

له ردالفساد عملیاتو څخه د منظور پښتین اشاره د پاکستاني پوځ هغو عملیاتو ته وه چي ټول پاکستان کي یې د وسلوالو د له منځه وړلو لپاره پیل کړي وه خو تر ټولو يې ډېر پښتانه وځپل.

د پښتون ژغورني د غورځنګ مشرانو خپل اعتراض له څو اونیو راهیسې پیل کړی دی او وايي چي دوام به ورکړي.

په کراچۍ کي د وزیرستاني ځوان نقیب مسود د وژونکي پوځي افسر راو انوار محاکمه، له قبایلي سیمو څخه د ماینونو پاکول، د تلاشۍ د پوستو کمول او د پوځیانو له خوا د خلکو د ځورونو بندول، له محاکمي پرته د خلکو د وژنو بندول او د پوځي عملیاتو پرمهال د تروریستانو په نوم د نیول شویو تورنو کسانو محکمه یا خوشې کول د پښتون ژغورني د غورځنګ مهمي غوښتنې دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...