د پاکستان لومړی وزیر عمران خان قطر ته تللی دی

د رسنیو د راپورونو له مخي د پاکستان لومړی وزیر تیره شپه ناوخته د قطر پلازمیني دوحې ته رسیدلی دی او سفر به یې دوې ورځي دوام وکړي. رسنیو راپور ورکړی چي عمران خان به په خپل دوه ورځني سفر کي له قطري چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چي له قطري چارواکو سره په دې لیدنه کي به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او همدا راز د سوداګریزو اړیکو د لا قوت پر سر بحثونه وسي.

عمران خان داسي مهال قطر ته سفر کوي چي همدا اوس په دوحه کي د طالبانو او امریکايي استازي ترمنځ مخامخ خبري رواني دي. خو پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي چي دغه سفر د سولي له خبرو سره کومه اړیکه لري او کنه.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...