د ټایوان په هوالین ښار کي زلرلي زیانونه اړولي

د ټایوان په هوالین ښار کې ۶،۴ ریختر درجي زلزلې ودانۍ نړولي چي له امله یې دوه کسان وژل سوي، دوه سوه ټپیان دي او په لسګونو خلک ورانو ودانیو کې بند پاته دي.

په ټولنیزو رسنیو کي خپاره سوي انځورونه ښيي چي سړکونه او ودانۍ ډېري زیانمني سوې دي.

ژغورونکو تراوسه ۱۵۰ کسان له  نړېدلو هوټلونو او استوګنځیو ایستلي دي.

د ۴۰ زره کورونو اوبه پرچاو سوې دي او پلونه تړلي دي.

چارواکي دا هم وايي، چي د مارشال هوټل له ټیټو پوړونو یې ۳۰ کسان اېستلي دي.

د دي لس پوړي هوټل لاندي پوړونه کښېناستلي او له امله یې ځیني کسان په تل کي بند پاته دي.

امنیتي ځواکونه هڅه کوي د دېوالونو په سوري کولو سره دا کسان وژغوري.

دوه کاله مخکي هم په تایوان کي زلزلي ۱۱۷ کسان ووژل او څو ودانۍ یې وراني کړې.

پر ۱۹۹۹ کال ۷،۶ ریختر درجي زلزله د دوه زره درې سوه کسانو د مړیني سبب سوه.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...