د هند په کېرالا ایالت کي سیلابونو لږ تر لږه ۳۲۴ کسان وژلي دي

 

د هند موسمي ورښتونه په جون کې پیل سوي، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي یې په کېرالا کي ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ژغورن ډلي د خلکو په ژغورلو بوختي دي او څه ناڅه دوه لکه بې کوره کسان یي په کمپونو کې مېشت کړي دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ورښت ځپلي سيمي ته رسېدلی.

د کېرالا حکومت ویلي په وژل سوو کي هغه کسان هم شامل دي چي د ځمکي ښوېدني له امله په ورانيو کي ګير پاته سول. لا هم د ورښت اټکل کېږي او د خطر زنګ هم پر ځای دی.

چورلکي او سلګونه پوځيان هم په سېلابونو کي د ګیر پاته کسانو د ژغورني په موخه سیمي ته استول سوي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، څه باندې ۳۰۰ کوچنۍ کښتۍ هم د ژغورني په یادو عملیاتو کي بوختې دي.

حکومت له خلکو غوښتي چي د تخليې خبرداري دې بابېزه نه ګڼي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...