د ریپوټونو له مخې توپان کې په سلګونه کسان ټپیان سوي هم دي.
د تالندې د ډېروالي له امله د کورونو چتونه را غورځېدلي. ډېری وژل سوي کسان په کورونو کي ویده وه چي د کورونو چتونه پرې لوېدلي دي.
دې توپانو ونو او ځنګلونو ته هم زیان اړولی.
چارواکي وايي، مرستندویه کسان سیمې ته رسېدلي دي.
په دې سیمه کي د توپان راتلل عادي خبره ده خو ده وژل سوو کسانو د شمېر ډېروالی بې ساری دی.
هندي چارواکو ویلي، د وژل سوو کسانو شمېر به له دې هم لوړ سي.