د هند هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو یو ستر مرکز په نښه کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخي تېره شپه شاوخوا ۳ نیمې بجي د هند هوايي ځواک معراج ۲۰۰۰ الوتکي د پاکستان او هند ګډې پولې ته نږدې د ترهګرو پر مرکز برید کړی دی.
ویل کېږي چي په دې برید کي تر ۲۰۰ پورې کسان وژل سوي دي.
راپورونه وایي چي د هند پوځ پر دغه مرکز باندې زر کیلويي بم غورځولی دی او دغه مرکز یې په بشپړه توګه وېجاړ کړی دی.
هند حکومت ادعا کوي چي په یاد مرکز کي د پاکستان د ګڼو ترهګرو ډلو وسله وال روزل کیدل او بیا یې په کشمیر کې جګړه کوله.
د پاکستان پوځ هم وایي چي د هند یوه پوځي الوتکه تر کنټرول لاین ددوی لور ته ور اوښتې ده خو په اړه یې تر دې ډېر معلومات نه ورکوي.
هند وروسته له دې دغه اقدام کړی چي په کشمیر کې یې پر پوځیانو خونړی برید وسو. د هند حکومت ژمنه کړې وه چي ددغه برید غچ به اخلي.