د راپورونو له مخي، د هند لومړی وزیر نندرا مودي د شنبې په ورځ په جمو او کشمیر کي د ۳۳۰ میګاواټ ظرفیت لرونکي د برېښنا بند پرانیست.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند حکومت د دغه اقدام په غبرګون کي ویلي، چي اسلام اباد په جمو او کشمیر کي د برېښنا بند د پرانیستني په اړه سخت اندیښمن دی.
پاکستاني چارواکي وایي، په جمو او کشمیر کي د بریښنا بند د اوبو د مدیریت په هکله د نړیوال بانک د هوکړي پر خلاف جوړه سوې ده.
چارواکي زیاتوي، چي د بریښنا دغه بند د پاکستان د اوبو پر یوه مهمه سرچینه جوړه سوې ځکه پاکستان د خپل کرهنې لپاره کابو ۸۰ سلنه اوبه د هند یا انډس له سیند او نورو منابعو څخه ترلاسه کوي.
بلخوا د هند لومړی وزیر ښاغلي مودي وایي، د بریښنا دغه بند به نه یوازې د سیمې (جمو او کشمیر) اړتیاوې پوره کړي بلکې د هېواد د نورو برخو لپاره هم بریښنا تولید کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون