د هلمند په څلورو ولسوالیو کي تصفیوي عملیات پیل سوي دي

دغه عملیات وروسته له هغه پیل سوي دي چي په دې وروستیو کي پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه زیات سوه.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق یعقوبی وايي، عملیات يې د ۶۱۱ نمبر عمومي شهرا چي د لښکرګاه ښار څخه د سنګین ولسوالۍ د حاجي فتح محمد تر پیچ پوري ترسره کیږي، چي په دې عملیاتو کې یوشمیر سیمي تصفیه سوي هم دي.

امنیه قوماندان وايي، د هلمند کندهار له عمومي سړک څخه تر سنګین ولسوالۍ پوري نژدي ۵۱ کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول لس کاله مخکې جوړ سوی و خو د امنیتي ستونزو له امله موتر چلوونکو پرې تګ او راتګ نسو کولاي.

د هلمند امنیه قوماندان د عملیاتو پرمهال د قاطع ماموریت هوايي ملاتړ اغیزمن بولي او همدارنګه د جګړې پرمهال له کورونو څخه د وسله والو طالبانو بریدونه د عملیاتو پر وړاندي خنډ یادوي.

دی وايي، په ډیرو سیمو کي د ماینونو د شتون له امله امنیتي ځواکونه پرمختګ نسي کولای.

پرهمدې مهال د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سیمه کي ۹ وسله وال طالبان وژل سوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

دی وايي، په ګرمسیر او یخچال په سیمو کي هم عملیات پر مختګ لري او همدارنګه امنیتي ځواکونو د ماینونو په شنډولو بوخت دي.

تردې وړاندي هم په یادو سیمو کي ورته عملیات ترسره سوي و خو د عملیات تر بشپړیدو وروسه بیرته سیمي خوشي سوي وي.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، دا ځل په تصفیه سویو سیمو کي امنیتي پوستي ځاي پرځاي کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...