د زابل د پوهني مسٔوولین وایي، که د وسله والو طالبانو له خوا د ښوونځیو د تړلو ستونزه ژر حل نسي ددې ولایت تعلیمي بهیر به له ګڼو ستونزو سره مخ سي

راپور: نثار احمد څپاند

له تیرو شاوخوا لسو ورځو راهیسي وسله والو طالبانو په زابل کي د بیارغوني پر کارونو، واکسین، کلینکونو او ښوونځیو بندیز لګولی چي له امله یې عام خلګ له ستونزو سره مخ سوي دي.

د زابل ولایت د پوهنی ریاست مسٔوولین وایي، که څه هم دا بندیز په داسي وخت کي لګول سوی چي ښوونځۍ رخصت دي خو که ژر دا ستونزه حل نسي لسګونه زره زده کوونکي به له زده کړو محروم سي.

د دې ولایت د پوهنی ریٔس نصرالله زاهد وویل، په هغو وختونو کي چي طالبانو د مکتبونو د تړلو امر وکړ د کال نیمايي امتحانونه وه او ورپسې د دوبي رخصتی شروع سوې ځکه نو تر اوسه د زده کوونکو په درسونو کي مشکل نه دی جوړ سوی خو که دا مشکل حل نه سي نو د رخصتیو له خلاصیدو وروسته به د دوی اکثره مکتبونه تړلي پاته سي.

د زابل دپوهني ریٔس زیاته کړه، چي د تعلیم او تربیې ریاست او په دوی پوري مربوط ښوونیز مرکزونه هیڅ سیاسي اړخ نه لري ځکه نو باید د جګړې هیڅ لوری ورته ستونزي جوړي نه کړي.

نوموړي وویل، دا ستونزه یې له قومي مشرانو او سیمه ییزو مخورو سره هم شریکه کړې تر څو هغوی ورسره مرسته وکړي تر څو د رخصتیو په شپو ورځو کي دا مشکل حل سي او وروسته زده کوونکي په عادی ډول خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

دزابل دپوهنی د ریاست مسٔولین په داسي حال کي د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله د تعلیمي بهیر پر وړاندي د ستونزو د جوړیدو په اړه انديښنه ښيې چي په روان کال کي د دیني عالمانو او عامو خلکو په مرسته د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کي لسګونه ښوونځۍ چي مخکي تړلي وه بیرته پرانیستل سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...