د کندهار پولیسو د ښار د لومړۍ حوزې په چوڼۍ کي د صوفي صاحب ذکور لیسې اړوند د یوې خونړۍ حملې مخه نیولې ده.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، چي وسله والو له یوه کرایه سوي کور څخه په استفادې غوښتل د صفر ۳ قطعې پر مرکز یا د ملا صاحب پر سرای برید وکړي.
هغه وايي، چي وسله والو له دغه کور څخه د پنځو توغندیو او شپږ راکټونو د توغولو چمتوالی نیولی وو، خو پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کشف او شنډ کړي دي.
د قومندان په خبره، وسله والو په کور کي دننه له ۳ څخه تر ۴ بېلرو چاوېدونکي توکي هم ځای پر ځای کړي وه او د امنیتي ځواکونو له رسېدو سره يې چاودني ته اماده کړي وه خو ونه چاودېدل.
په دې بېلرونو کي شاوخوا زر کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...