په کندهار کي د سولي او ولسواکۍ په نوم موسسه وايي، هڅه کوي چي په ولایتونو کي د خلکو ستونزي د دولتي ادارو له مسٔولینو سره شریکي کړي

د یادي موسسي مسولینو په کندهار کي د پنځو ریاستونو استازي ورغوښتي وو تر څو د مدني ټولنو غړو او خلکو ستونزو ته په مخامخ ډول جواب ووايي.

د سولي او ولسوالي موسسي استازی فیروز تڼی وايي، چي تیره ورځ يې په خپل لومړی پروګرام کي د کندهار د عامي روغتیا، پوهني، کلیو پراختیا ، عدليي او ښاروالۍ استازی دي ته چمتو کړه چي د خلکو ستازي ورسره خپلي ستونزي شریکي کړي.

نوموړی وايي، دغه لړۍ دوام کوي او هڅه کوي چي په ولسوالیو کي هم د دولتي ادارو مسٔولین  په مخامخ ډول د خلکو ستونزو واوري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...